جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / پاکستان / هغه پېښه چې درې کاله وروسته هم درناکه ګڼل کېږي

هغه پېښه چې درې کاله وروسته هم درناکه ګڼل کېږي

پيښور کې د پوځي ښوونځي پيښې درې کاله پوره شوي ولي د دغه پيښې ورسته د ترهګرۍ خلاف ټول قام يو ځای شوی دی، ځکه چې په دغه حمله کې ترهګرو بې ګناه زده کوونکي په نښه کړې وو.

په دغه پېښه کې د يو سل اته ديرش زده کوونکو په شمول يونيم سل کسان مړه او يونيم سل نه زيات ژوبل شوي وو. په کال دوه زره څوارلس د دسمبر په شپاړسمه نيټه ترهګرو دا لويه پېښه رامنځ ته کړې وه او د پوځي ښوونځي پر زده کوونکو يې څو ساعته پرله پسې د خپلو ټوپکونو ګولۍ چلولې وې.

د دې پېښې رامنځ ته کوونکي وسله وال هم د پوځ په ځوابي عمل سره له منځه تللي وو، خو دا هغه وخت و، چې دغه وسله والو په پوځي ښوونځي کې شته زده کوونکي له مخې وژلي او ژوبل کړي وو.

دا پيښه د پاکستان تاريخ کې د ترهګرۍ د ټولو نه دردناکه او غمژنه ګڼل شوې او د زده کوونکو د قربانۍ له امله په ټولو خلکو کې د ترهګرو خلاف کرکه راپورته شوې ده. د يادې پېښې نه درې کاله تېرېږي، خو اوس هم په دې پېښه کې د وژل شوو زده کوونکو کورنۍ او په ځانګړي توګه ميندې او پلرونه غمژن دي.

Mubeen Paresnts

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: