یکشنبه , سپتمبر 20 2020
کور / خبرونه / هغه کس نيول شوی، چې غوښتل يې دکریسمس په ورځ بريد ترسره کړي

هغه کس نيول شوی، چې غوښتل يې دکریسمس په ورځ بريد ترسره کړي

د امریکا فدرال پولیسو (ایف بي ای) د امریکا سمندري ځواکونو یو پخوانی سرتېری د کلیفورنیا ایالت سانفرانسیکو ښار کې د ترهګریز برید د سمبالولو په تور نیولی دی.

فدرالي پولیسو ویلي، نیول شوي کس غوښتل نوي کال کې په یو توریستي (سیلاني) ځای چې ګڼه ګوڼه وي، برید وکړي.

چارواکي وايي، تورن کس ارون ۲۵ کاله عمر لري او جامسون نومېږي، چې د موډسټو ښار اوسېدونکی دی او د ‘اسلامي دولت’ (داعش) نومې ډلې پلوی دی.

ایف بي ای وایي، د تورن کس له کوره یې وسلې، یو وصیت لیک او یوه د یادښت کتابچه موندلې چې پکې د هغې پېښې مسؤولیت منل شوی چې لا یې نه ده ترسره کړې.

چارواکي وایي، په یاد یادښت کې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ وروستۍ پرېکړې ته اشاره شوې چې بیت المقدس یې د اسرائیل د پلازمېنې په توګه پېژندلی.

ویل کېږي، نیول شوی کس له هغه راهیسې تر څارنې لاندې و، چې په خواله رسنیو کې یې د جهاد په هکله سخت دریځې خبرې کړې وې.

ایف بي ای وايي تورن کس غوښتل چاودېدونکي توکي وړوکي ځای ته ولېږدوي، چې وکړای شي ډېر کسان په نښه کړي. ویل کېږي تورن د فیدرال د پټو پولیسو له استازو سره د لوله يي ماین د پېرلو په موخه اړیکه نیولې وه.

په همدې وخت کې د ډسمبر په ۱۸ هغه مخفي استازو ته ویلي وو چې هغه د دې کار له ترسره کېدو نه پېښمانه شوی هغه ویلي وو ”زه فکر نه کوم چې دا کار به وکولی شم، زما فکر بدل شو”.

ایف بي ای جامسون د یوې نړیوالې ترهګرې ډلې د ملاتړ په تور نیولی.

جامسون په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د امریکا د سمندري ځواکونو په برخه کې زدکړې کولې خو د دې لپاره چې د ساه لنډۍ خپله ناروغي یې پټه کړې وه له دې ځواکونو شړل شوی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: