چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / هلمند: په دوه ولسوالیو کې د امریکایانو بمبار ګڼ ولسي وګړي ووژل

هلمند: په دوه ولسوالیو کې د امریکایانو بمبار ګڼ ولسي وګړي ووژل

راپورونه وایي چې تیره شپه د هلمند ولایت د موسا کلا ولسوالۍ د بازار لويديځ لور ته د رود پر غاړه کلي کې امریکایي ځواکونو ۷ کورونه په نښه کړي چې په نتیجه کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون۱۰ تنه ولسي خلک وژل شوي دي.
د هلمند د ولايتي شورا پخواني مرستيال ملا مجيد اخوندزاده رسنیو ته ويلي چې برید دحبیب الله په نامه د دې سیمې د یو اوسیدونکي پر کور شوی دی چې نوموړی سره له ښځو او ماشومانو په شهادت رسیدلی دی.
لښکرګاه ته راغلي د یادې سیمې خلک وایي چې کور په بشپړ ډول له منځه تللی او په کې میشت ټول وګړي یې د بمونو خوراک شوي دي.
طالب ویاند د ولسي وګړو مرګ ژوبله تائید کړې او دا یې یو لوی جنایت بللی دی.
پر همدې مهال د هلمند په واشیر ولسوالۍ کې هم امریکایانو په یوه ملکي کور بمونه غورځولي.
د واشیر ولسوال ملا ابراهيم اخوند د برید پخلی کړی او له اوښتو تلفاتو یې بې خبري ښودلې.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي خبر ورکړی چې په یاد برید کې هم ولسي وګړو ته د سر او مال دروند زیان اوښتی دی.
تر اوسه د هلمند د دواړو بمباریو په اړوند چې یواځې ولسي خلک پکې تلف شول د ګډ حکومت چارواکو او نه هم د آیساف ځواکونو څه ویلي دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: