جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / افغانستان / هلمند کې په بیلا بیلو نښتو کې۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي

هلمند کې په بیلا بیلو نښتو کې۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي

د ۲۱۵ ميوند قول اردو پليو ځواکونو د هوايي ځواک په ملتيا د هلمند ولايت ګرشک او ګرمسېر

ولسواليو کې د تصفيوي عملياتو په مهال ۱۱ وسله وال طالبان وژلي او يو تن يې ټپي کړی دی.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر د خبرپاڼې له مخې، په يادو عملياتو کې دوه کسان له يو راکټ انداز او څلور فيره مرميو سره يو ځای نيول شوي دي.
د سرچينې په وينا، د هوايي بريدونو په ترڅ کې د دښمن دوه عرادې موټر سايکلونه او يو عراده فيلډر ډوله موټر هم له منځه وړل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي اردو ځواکونو له لوري ۱۵ کړۍ بېلابېل ډوله ماينونه کشف او چوول شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: