هندوستان ټایمز ورځپاڼې د پاکستان د لومړي وزیر شاهد خان عباسي ځینې څرګندونو ته کتنه کړې ده.
هغه ویلي وو په افغانستان کې هند ته د هر ډول رول ورکولو سره مخالف دی، ځکه دا رول د پاکستان په زیان دی.
خو ورځپاڼه وايي هند له افغانستان سره ستراتیژیکه ملګرتیا لري او په دغه هېواد کې د دوه میلیاردو ډالرو په لګښت لویې پروژې پلي کوي.
هندوستان ټایمز د ښاغلي عباسي هغه خبره هم را اخستې چې وايي دا سمه ده چې د پاکستان پوځ امریکايي وسلې او تجهیزات لري، خو د دې ترڅنګ چینايي او اروپايي تجهیزات هم لري.
د هغه په خبره،په دې وروستیو کې پاکستان له روسیې جنګي الوتکې هم تر لاسه کړې دي، نو ځکه اوس د وسلو د رانیولو لپاره امریکا ته اړتیا نه لري.