یکشنبه , مارچ 29 2020
کور / خبرونه / افغانستان / هندوستان په ننګرهار کې پروژې پلي کوي

هندوستان په ننګرهار کې پروژې پلي کوي

په ننګرهار ولایت کې د هندوستان قونسلګرۍ مسؤلین وایي، هېواد یې د ننګرهار لپاره د ۲ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت ۱۵ بېلابېلې پروژې منظور کړي،چې په راتلوونکې کې کال کې به یې عملي چارې پیل شي . په دې ولایت کې د هندوستان قونسل دهندرا سنګهـ، چې د تلې په ۱۳مه یې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سره لیدنه کوله،وویل، د ۲ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت یې دې ولایت لپاره ۱۵ پروژې منظورې کړي .

هغه زیاته کړه، د یو کال په موده کې به د یادو پروژو مراحل طی شي او په راتلوونکې کال کې به یې عملي چارې پیل شي .

هغه د دې لیدنې پر مهال په دې ولایت کې د خپل ۴ کلن ماموریت د پای ته رسیدو څخه هم خبر ورکړ او د مسؤلینو او ولسونو له لورې ورسره د ترسره شوي چلند څخه یې مننه او ستاینه وکړه .

د دې ناستې پر مهال،چې د ولایتي شورا يو شمېر غړو هم پکې برخه لرله د ننګرهاروالي محمد ګلاب منګل د هندوستان هېواد د تاريخي دوستۍ او مرستو ستاينه او مننه وکړه .

ننګرهار والي همدا راز د ويزو په برخه کې هم د هندوستان هېواد قونسلګرۍ له لورې د برابرو شوو سهولتونو څخه ستاینه وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: