هندۍ ورځپاڼه ایکانومیک ټایمز لیکي د افغانستان په تړاو د هند او ایران ترمنځ اقتصادي همکاري له ایران سره د امریکا د اختلاف دوام دی. د ورځپاڼې په وینا د ایران د چابهار بندر له لارې افغانستان ته د هند د مرسته شویو غنمو په رسېدلو سره د افغانستان او هند ترمنځ د باور وړ او پیاوړې لاره رامنځته شوې ده.
ورځپاڼه اشاره کوي، دا چې پاکستان د افغانستان او هند ترمنځ د اقتصادي راکړې ورکړې په لاره کې تیږې اچوي خو بیا هم هند وتوانیده چې له بلې لارې له افغانستان سره د دوستي تار وغزوي.
خو، د ورځپاڼې د مطلب له مخې دې مسالې د سیمې لپاره د امریکا د ستراتیژۍ دوه برخې په ټکر کې کړي ، له یوه طرفه امریکا غواړي هند له افغانستان سره مرسته وکړي او له بله پلوه غواړي ایران ګوښې ته کړي.