هندوستان ټایمز ورځپانې لکلي د بریټانیا پخواني لومړي وزیر ګورډن براون د خپلو خاطراتو په نوي کتاب کې ویلي چې پاکستان د ترهګرو اصلي مرکز دی. ده ویلي په افغانستان کې د حقاني او داعش ډلو بریدونه زیات شوي، خو پاکستان د دې ستونزې په مخنیوي کې نه یوازې درواغژن ثابت شوی، بلکې د ترهګرو په پراخه مرکز بدل شوی.
ورځپاڼې په داسې حال کې په دې اړه مطلب خپور کړی چې ناټو هم تېره اونۍ په بروکسل کې ویلي وو، چې په پاکستان کې د ترهګرو د ځالو شتون د سیمې او افغانستان امنیت له خطر سره مخ کړی دی.
د ناټو سازمان سرمنشي دا هم ویلي و، چې دوي په دې اړه له اسلام اباد سره خبرې کړې خو پاکستان په رښتيني توګه همکاري نه کوي.
بل خوا سياسي مبصرين وايي دا اوس کومه نوې خبره نه ده چې پاکستان د ترهګرو ځاله ده، بلکې دا حيرانونکې ده چې ولې د دومره څرګندو شواهدو سره سره نړۍ دباکستان په څو مخیز فعاليت غلې ده؟