پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / د ترهګرۍ ملاتړو هيوادونو سره دې حساب وشي

د ترهګرۍ ملاتړو هيوادونو سره دې حساب وشي

د هند د بهرنیو چارو وزیره وایې له هغو هېوادونو سره باید حساب کتاب وشي چې له ترهګرۍ څخه د یوې سټراټیژۍ په توګه کار اخلي.

میرمن سوشما سواراج په نوي ډهلي کې له خپل امریکايي سیال رېکس ټېلرسن سره په یوې ګډې خبري غونډې کې وویل چې امريکايي پلاوي سره یې موافقه کړې څو یقني شي چې “هیڅ یو هېواد ترهګرو ته امن پناه ځای نشي برابرولي”

امریکا، هند او افغانستان د پاکستان ځينې پوځي ادارې له ترهګرو څخه په ملاتړ تورنوي. پاکستان دغه تورونه نه مني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن د سې شنبې په ورځ [اکټوبر ۲۴] پاکستان ته تللی و څو د هغه هېواد مشران د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته وهڅوي.

ټيلرسن په نوي ډهلي کې وویل چې پاکستاني مشرانو سره یې په خپلو بحثونو کې د امریکا “خاصې غوښتنې” مطرح کړي دي.

په پاکستان کې د ترهګرو د امنو پناه ځایونو په اړه د موجودو اندېښنو د اوارولو لپاره د امریکایي ديپلوماتانو د افغانستان او جنوبي آسیا په باب د ولسمشر ټرمپ پر نوې تګلارې او په افغانستان کې د سولې د خبرو د پیلولو په کار کې د پاکستان پر همکاریو ټینګار کړی دی؛ هغه څه چې د امریکايي چارواکو په باور ټوله سیمه باثباته کولې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *