سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / هندي کمپنۍ په افغانستان کې د کاسازر پروژې چارې پیلوي

هندي کمپنۍ په افغانستان کې د کاسازر پروژې چارې پیلوي

 ټاکل شوې ده چې دوې هندي کمپنۍ په راتلونکو اوونیو کې په افغانستان کې د وارداتي برښنا د مزو د غځولو کار پیل کړي.

هندي کمپنۍ، چې قرارداد ورسره شوی دی، د کاسا زر (د منځنۍ او جنوبي اسیا) پروژه، چې پر اساس یې له قرغیزستان او تاجکستان څخه افغانستان او پاکستان ته ۱۳۰۰ میګاواټه برښنا رسول کېږي، عملي پړاو ته داخلوي.

د سږ کال په مې میاشت کې افغان چارواکو وویل چې یوه هندي کمپنۍ یې خوښه کړې او عملي کار به وروسته له دې پیل شي چې د قرارداد پړاوونه بشپړ او موافقې نهايی شي.

وروسته په اګست میاشت کې افغان چارواکو وویل چې دا پروژه به په ۳ کلونو کې بشپړه شي او کاسا زر به تر ۲۰۲۰ پورې استفادې ته چمتو وي.

د قرغیزستان او تاجکستان له ۱۳۰۰ میګاواټه وارداتي برښنا څخه به ۳۰۰ میګاواټه په افغانستان کې مصرفېږي او پاتې۱۰۰۰ میګاواټه به پاکستان ته صادره شي. افغانستان به د دې برښنا د صادراتو له درکه د کال ۵۰ ملیون ډالره ترانزیتي حق ترلاسه کوي.

له همدې کبله دا پروژه د افغانستان لپاره زیات اهمیت لري.

په دې پروژه کې د څلورو شاملو هیوادونو په منځ کې افغانستان لومړنی هیواد دی چې د هغې د عملي کولو لپاره یې ګامونه پورته کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: