پنجشنبه , اکتوبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / هند د افغانستان هوايي ځواک لپاره څرخي الوتکې اخلي

هند د افغانستان هوايي ځواک لپاره څرخي الوتکې اخلي

هندي رسنۍ وايي چې د دغه هیواد حکومت به د افغانستان د هوايي ځواک لپاره ایم آی – ۳۵ جنګي هیلي کوپترونه واخلي. هندي رسنيو نن راپور ورکړ چې هند په دې لټه کې دی چې له یوه درېم هیواد څخه د افغانستان لپاره ایم آی – ۳۵ جنګي څرخکې وپېري.

تراوسه پورې څرګنده نه ده چې هند به له کوم هیواده څو دا ډول څرخکې واخلي.

هند تر دې وړاندې ۴ ایم آی – ۲۵ هیلي کوپترونه افغانستان ته ورکړي چې افغان هوايي ځواک د دولت د وسله والو مخالفانو پر ضد په جګړه کې تر یوه حده استعمال کړي خو د پُرزو د نشتوالي له کبله اوس دا هیلي کوپترونه ولاړ دي.

د راپور له مخې، د هند د دفاع وزارت یوه ډله به د ختیځې اروپا یوه هیواد ته لاړه شي چې ایم آی – ۳۵ څرخکې د افغانستان د هوايي ځواک لپاره په بیه واخلي.

هندۍ ورځپاڼه وايي، سربیا او اوکراین هغه هیوادونه دي چې ښايي دا هیلي کوپترونه ورڅخه وپېرودل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: