پنجشنبه , اکتوبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / هند په افغانستان کې د ښاري بسونو د ترميم ژمنه کړې

هند په افغانستان کې د ښاري بسونو د ترميم ژمنه کړې

د افغانستان ټرانسپورټ وزارت وايي، د ښاري بسونو د ترمیم لپاره هندوستان مرسته ورسره کوي.

د ټرانسپورټ وزارت ویاند حکمت الله قوانچ وویل، په تېرو کلونو کې د هند او نورو هېوادونو له‎خوا د مرسته شویو ښاري بسونو ډېر شمېر له کاره لویدلي چې اوس به د هند په مرسته بیا فعاله شي.

دی وايي:

“د هند په مالي مرسته به درې نیم سوه بسونه بیا فعاله شي. دا بسونه به په مرکز او ولایتونو کې د خلکو له اړتیاوو سره سم وکارول شي.”

د ټرانسپورټ وزارت ویاند وايي، هند همدا راز ژمنه کړې چې د بسونو د ترمیم لپاره به سلګونه افغان ځوانانو ته تخنیکي روزنه ورکړي.

په کابل کې د هند سفارت هم ویلي چې د دوه میلیونه او اته لکه او اویا زره ډالرو په ارزښت یې د ښاري بسونو د ترمیم او د پرزه جاتو د برابرولو قراردادونه له افغان چارواکو سره لاسلیک کړي دي او د ۲۰۱۸ کال تر پایه به دا بسونه جوړ کړي.

د هند سفارت په خپاره کړي بیان کې د افغانستان د پرمختګ لپاره له خپلې همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: