سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / هند کې د یو فلم جوړونکي او اداکارې پر سر سل ملیونه کلدارې

هند کې د یو فلم جوړونکي او اداکارې پر سر سل ملیونه کلدارې

په هند کې د هندو واکمن ملت پال ګوند یو غړي ویلي دي که هر چا د یو فلم جوړونکی او هغه نجلۍ چې پدې فلم کې مرکزي نقش لري ووژل سل ملیونه هندۍ کلدارې ورته انعام ورکوي. دغه فلم چې “پدماواتي” نومیږي، بله میاشت خپریږي.

د پدماواتي د فلم قصه د شپاړسمې پیړۍ د یو صوفیانه شعر پر اساس جوړه شوې. پدې افسانوي کسې کې د راجپوت د قبیلې یوه ښکلې او زړه وره شهزادګۍ خپل ځان وژني خو د ډهلي د هغه وخت سلطان، علاوالدین غلجي یا خلجي ته ځان ژوندی په لاس نه ورکوي. سره لدې چې د دې افسانوي کسې په هکله په تاریخ کې ډیر لږ شواهد موجود دي، خو بیا هم د پېړیو راهیسي دا یوه تاریخي پیښه ګڼل کیږي.

په فلم کې د هند مشهوره هنرمنده، دیپیکا پاډوکون مرکزي نقش لري او جوړونکی یې سنجې لیلا بنسلاي دی.

د هریانا په ایالت کې د بهارتیا جانتها د واکمن ګوند مشر، سورج پال امو خبردرای ورکړی چې دا فلم به خپرېدو ته پرې نږدي. تمه وه چې فلم د بلې میاشتې – دسمبر – په لومړۍ نیټې خپور شوی وای خو د فلم تولیدونکي شرکت دا نیټه هم ځنډولې. تر اوسه نده معلومه چې د فلم خپرېدل ولې ځنډیدلي.

په فلم کې دیپیکا پاډوکون د “پادمیني” نقش لري. دا د هغې افسانوي ملکې نوم دی چې د شاهي کورنۍ او قبیلې د عزت د خوندي ساتلو لپاره د اور په لمبو ورځي خو دیته اجازه نه ورکوي چې ژوندۍ ونیول شي. د راجپوت قبیله دغه کار چې په منځنیو پیړیو کې یې کاوه “جوهر” یادوي.

د پادمواتي فلم د همدې کال د پیل نه د جنجال سره مخ دی. یوې ډلې سخت دریزه هندوانو د راجستان په ایالت کې چې د فلم یوه برخه پکې جوړېده، د فلم په جوړونکو برید وکړ او خبرداری يې ورکړی چې ټولو هغو سینماګانو ته به اور واچوي چې دا فلم پکې ښودل کیږي.

خلک پدې په غصه دي چې د فلم جوړونکي – سنجې لیلا بنسالي د فلم د مرکزي لوبغاړو د خوب یوه خیالي خو مینه ناکه برخه داسې جوړه کړې چې ګواکې تاریخ پکې تحریف شویدی خو پخپله ښاغلي بنسالي نه مني چې دا کار یې کړی.

د راجستان په ایالت کې د راجپوت د قبیلې د کارني سینا د طبقې مشر حتی ویلي و چې د دیپیکا پاډوکون پوزه دې په عام محضر کې پرې کړل شي ځکه پداسې یو فلم کې یې کار کړی چې ملکې ته پکې سپکاوی شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: