سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / هوايي برید د سوریې یوه بازار کې له ۵۰ ډېر کسان ووژل

هوايي برید د سوریې یوه بازار کې له ۵۰ ډېر کسان ووژل

اتارب ښار د زرګونو خلکو استوګنځی دی، خو په جګړه کې ډېر وران شوی دی.

ویل کېږی د سوریې شمال کې د حکومت د مخالفو وسلوالو په واک کې ښار بمبار شوی او له امله یې ۵۳ کسان وژل شوي دي.

په اتارب ښار کې یو بازار په نښه شوی او په خواله رسنیو کې یې ویډیويي انځورونه لوی ورانی ښيي.

په ویډیو کې ترهېدلي ولسي وګړي ښکاري چې او ټپیان لېږدوي.

لیدلي کتلي وايي، درې بېلابېل بریدونه پر دغه سیمه وشول.

معلومه نه ده چې دا برید د سوریې حکومت او که ملاتړي مسکو یې کړی دی.

دا ښار د حلب ولایت لمن کې پروت دی، چې ځینې برخه یې “امن” یا ناجنګي سیمه هم اعلان شوې ده.

دا په روان کال کې د روسیې او ایران له خوا چې د سوریې د حکومت ملاتړ کوي او ترکیې له خوا چې د وسلوالو ملاتړ کوي “امن” سیمه وبلل شوه.

ویل کېږي د دې سیمې په رامنځ ته کولو سره تاوتریخوالی کم شوی دی، خو تیتي پرک نښتې روانې دي او انساندوستانه مرستې ور رسول هم ډېر کم دي.

اتارب تر ډېره د مخالفو وسلوالو په تېره د هغه جهادي ډلې په لاس کې دی چې پخوا له القاعده سره تړلې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *