شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / اقتصاد / واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي امریکا له پاکستان سره په مرسته غور کوي
Vice President Mike Pence listens as President Donald Trump speaks to reporters at Trump National Golf Club, Thursday, Aug. 10, 2017, in Bedminster, N.J. (AP Photo/Evan Vucci)

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي امریکا له پاکستان سره په مرسته غور کوي

کله چې څو میاشتې وړاندې په پاکستان کې یوه امریکايي- کاناډايي کورنۍ چې حقاني شبکې تښتولې وه، راخوشې شوه، یو وسله وال هم ونیول شو، چې ویل کیږي د یوه بل امریکايي په اړه يې چې تښتول شوی، مهم معلومات لرل.
امریکايي چارواکو له پاکستانه وغوښتل چې پرې یې ږدې له دغه کس څخه څېړنې وکړي، خو پاکستان په دې برخه کې همکاري ونه کړه ، هغه څه چې د ورځپاڼې په وینا د دواړو هېوادونو ترمنځ یې اړیکي لا خړ پړ کړي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي دا امکان شته چې له پاکستان سره د امریکا ۲۵۵ ملیونه ډالره مرسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د کړکیچنوالي له امله وځنډیږي.
د هغې بهرنۍ کورنۍ له را خلاصولو وروسته وویل شول چې امریکا پاکستان ته ځنډول شوې مرسته ورکوي ، خو ورځپاڼه د امریکايي سرچینو په حواله زیاتوي چې اوس امریکا له پاکستان سره د ۲۵۵ ملیونه امریکايي ډالرو مرستې د نور ځنډولو په اړه غور کوي.
د دې مرستو ځنډول له پاکستانه د امریکا د ناخوښۍ په مانا بلل کیږي، ځکه واشنګټن له اسلام اباد غواړي چې د ترهګرۍ پرضد کوټلي ګامونه پورته کړي خو پاکستان وايي ډیر څه یې کړي دي. ورځپاڼه زیاتوي په تېرو څو اونیو کې امریکايي مشرانو په دې اړه غونډه کړې او یو امریکايي چارواکی وايي په دې اړه به وروستۍ پریکړه څو اونۍ وروسته وکړي، خو دغه چارواکي نه دي ویلي چې د پاکستان له لوري د کومو شرطونو په پوره کولو سره دغه مرسته تر لاسه کولی شي.
ورځپاڼې له پاکستان سره د مرستې پر سر خبرې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لپاره یو ازمېښت بللی چې امریکا څومره وکولی شي اسلام اباد له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د خپلو غوښتنو منلو ته قانع کړي.
پاکستان ته د امریکا له لوري تر ټولو وروستی او سخت خبرداری تېره اونۍ د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پېنس له افغانستان د لیدنې پرمهال ور کړ.

يوه تبصره

  1. generic stromectol – stromectol medicine ivermectin 3 mg dose

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *