سه شنبه , سپتمبر 22 2020
کور / خبرونه / پاکستان / وتلې پښتنې سندرغاړې، زرڅانګې له سودخورو کډه کړې ده

وتلې پښتنې سندرغاړې، زرڅانګې له سودخورو کډه کړې ده

د پښتو ژبې مشهورې سندرغاړې زرڅانګې نوښار کې خپل ټول جایداد خرڅولو نه وروسته کډه کړې ده. د صدارتي مډال اخيستونکې سندرغاړې زرڅانګې کورنۍ په اړه نه ده معلومه شوې چې چرته تللې ده، ولې بعضې خلک وايي بنو او ځنې نور وايي چې کراچې ته يې کډه کړې ده.

ځايي چارواکي وايي چې زرڅانګه د قرضدارو او سود خورو لخوا مسلسل تنګولو له امله په کډه کولو مجبوره شوې ده. څرګنده دې وې چې څه موده وړاندې زرڅانګې پولیسو ته رپورټ کړی و، چې ځامنو يې د سیمې له زورورو خلکو نه قرض اخيستی او اوس ترې قرضدارو د سود غوښتنه کړې ده.

هغې ويلي کله چې دوی د سود ورکولو نه انکار وکړ، نو قرضدارو يې نه يوازې په زامنو بلکې خپله په دې (زرځانګې) هم تشدد کړی دی.

پوليسو يوا وار د زرځانګې او د هغې د قرضدارو ترمنځ روغه هم کړې او د قرض نه يې د سود د پيسو د لرې کولو باور اخيستی و، مګر زرځانګه وايي د روغې کولو نه وروسته هم قرضدارو دوی مسلمسل تنګول او د اقتصادي تنګۍ له امله دوی دا وس نه درلود چې هم قرض ادا کړي او هم يې د سود پيسې خلاصې کړي، نو ځکه يې خپل جايداد پلورلی او نامعلوم لوري ته يې کډه کړې ده.

په پاکستان کې زياتره پښتانه سندرغاړي د ژوند په وروستيو کې د ډول ډول ستونزو سره مخ کېږي. دوی دا مهال د ترهګرۍ له امله هم په خپله سيمه کې نه شي پاتې کېدلی.

څه موده وړاندې يو بل وتلي پښتون سندرغاړي ګلزار عالم د ځايي توندروه ډلو له وېرې افغانستان ته کډه کړې ده او اوس هغلته ژوند کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: