یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / افغانستان / وروسته له هغې چې پاکستانې طالبانو پر پوځ خونړی بریدونه ترسره کړل په غبرګون کې پاکستان پوځ پر افغانستان او ناټو غږ وکړ ترڅو د کرښې په  اوږدو کې د امنیت د ټینګښت لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

وروسته له هغې چې پاکستانې طالبانو پر پوځ خونړی بریدونه ترسره کړل په غبرګون کې پاکستان پوځ پر افغانستان او ناټو غږ وکړ ترڅو د کرښې په  اوږدو کې د امنیت د ټینګښت لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د وسله والو خونړی برید په غبرګون کې پاکستان پوځ پر افغانستان او ناټو غږ وکړ ترڅو د کرښې په  اوږدو کې د امنیت د ټینګښت لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

د پاکستان پوځ ویاند جنرال اصف غفور وایي، د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو پر ضد او د امنیت د ټینګښت لپاره د جدي اقداماتو اړتیا لیدل کیږي.

نوموړی زیاته کړه، چې د افغانستان د امنیت د تامین لپاره ټول ښکیل کسان دې د ترهګرو د امن ځایونو د لمنځه وړولو او د پولې د امنیت د ساتنې په برخه کې اقدامات وکړي.

جنرال غفور وایي، د افغانستان په خاوره د امنیت د نشتوالي په خاطر پاکستان تل قرباني ورکړی دی.

د پاکستان پوځ د رسنیو دفتر په یوه بیان کې لیکلي، چې پر پوځیانو وسله وال برید د افغانستان له خاورې څخه ترسره شوي او په ترڅ کې د پاکستان پوځ یوه کپټان او یوه سرتیري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د پاکستان تحریک طالبان د دغه برید مسئولیت په غاړه اخیستی دی.

د پاکستاني طالبانو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د پاکستان پوځ پر سرتیرو برید هغه مهال پیل شوه کله چې دوی غوښتل د ډیورنډ کرښه په اوږدو کې اغزن تار ولګوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *