جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / وروستۍ ليدنې به د پاکستان پر اړه شکونه لري کړي؟

وروستۍ ليدنې به د پاکستان پر اړه شکونه لري کړي؟

د امريکې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ پرونۍ کتنه په داسې مهال کې کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې بې خونده دي.

د پاکستان رسنۍ لیکي، امریکا دې ته چمتو شوې ده چې د سویلي آسیا او افغانستان لپاره د ولسمشر ټرمپ د نوې ستراتېژۍ له اعلانه وروسته، په دې برخه کې د پاکستان ګټې او اندېښنې په پام کې ونیسي. دا په داسې حال کې ده چې د نوموړي هيواد په اړه هغه اندېښنې پر ځای دي، چې دغه هيواد د ترهګرو ملاتړی څرګندوي.

رسنۍ دغه خبرې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له مخې کوي. په همدې اعلامیه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف پرون په واشنګټن کې له خپل امریکایي سیال رېکس ټېلرسن سره وکتل.

اعلامیه زیاتوي چې په دې کتنه کې امریکایي چارواکو ومنله چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د پاکستان رول خورا مهم دی.

ورځپاڼه وایي د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ پرونۍ کتنه په داسې مهال کې کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې بې خونده دي، لامل یې دا دی چې ولسمشر ټرمپ په خپله نوې ستراتیژۍ کې پر هند غږ کړی چې په افغانستان کې خپل رول پراخ کړي، خو بل لور ته یې د پاکستان رول ته د شک په سترګه کتلي او یو شمېر پوښتنې یې کړي.

د چارو کارپوهان هم د افغانستان په سوله کې د پاکستان رول مهم ګڼي، دوی وايي همدا به د پاکستان مهم رول وي، چې له خپلې غېږې هغه ترهګرې ډلې لرې کړي، چې له يو خوا يې سيمه ناامنه کړې او بل خواته يې خپل باور ته زيان اړولی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *