یکشنبه , سپتمبر 27 2020
کور / خبرونه / قبايل / وزیرستان برید: درې پاکستاني عسکر وژل شوي اووه ژوبل دي  

وزیرستان برید: درې پاکستاني عسکر وژل شوي اووه ژوبل دي  

په شمالي وزیرستان کې پر پاکستانیو امنیتي ځواکونو باندې په یوه وسله وال برید کې درې سرتیري وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي. پېښه بېګا شپه د وزیرستان په غرنۍ سیمه دوسلۍ کې شوې ده چې پړه یې وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې ده.

په شمالي وزیرستان کې انتظامي چارواکیو رسنيو ته د پېښې پخلی وکړ او و یې ویل چې برید د دوشنبې په شپه د وزیرستان په دوسلۍ تحصیل کې هغه مهال شوی کله چې امنیتي سرتېرو په سیمه کې ګزمه کوله.

د دوی په وینا ژوبل سرتېري يې پوځي روغتون ته رسولي او امنیتی ځواکونو په سیمه کې د بریدګرو لټون پیل کړی دی.

مقبول داوړ چې خپل ځان د تحریک طالبان پاکستان شمالي وزیرستان مشر بولي، د پېښي پړه پر غاړه اخېستې او په دغه برید کې یې د لسو سرتېرو د وژلو دعوه کړې ده، خو امنیتي ځواکونه او نظامي چارواکي د دريو سرتېرو د وژل کېدو او اووه نورو د ژوبلېدو خبره کوي.

په شمالي وزیرستان کې په ۲۰۱۴ کال د وسله والو طالبانو پرضد په ډول ډول نومونو پوځي عملیات شوي، خو له کبله یې د سیمې په سلګونه زره ولس له خپلو کورونو کډه کولو ته اړ کړل شوی. په دوی کې ډېر یې د افغانستان خوست ولایت او ځینو نورو سیمو ته کډه شوي چې لاهم د زرګونو په شمېر کې هلته میشته دي. په۲۰۱۶ کال د وزیرستانیو کډوالو خپلو سیمو ته د ستنېدو لړۍ پیل شوې وه چې د انتظاميي چارواکیو په وینا تر اوسه تر ۹۰ فیصدوزیات یې خپلو سیمو ته ستانه شوي دي.

دولت او پوځ په بیا بیا ویلي چې وزیرستان يې اوس تر خپلې ولکې لاندې راوستی دی او سیمه يې له وسله والو پاکه کړې ده، خو ليدل کېږي چې اوس هم هلته وسله وال فعال دي.

که څه هم تر اوسنيو عملیاتو وروسته په میرلي، میرامشاه او خو او شا سیمو کې دغه ډول پېښې نه دي شوې خو د شمالي وزیرستان په لیرو پرتو سیمو رزمک، ګړیوام، دوسله، شوال او ځینو نورو هغو کې تر دې وړاندې هم د وسله والو له خوا د سیمې د جرګو مرکو مشران او امنیتي سرتېري په نښه کړل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: