یکشنبه , جون 13 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / وسله والو ترهګرو پر شمشاد تلویزیون ډله ییز برید کړی

وسله والو ترهګرو پر شمشاد تلویزیون ډله ییز برید کړی

وسله والو ترهګرو په کابل کې د شمشاد تلویزیون پر ودانۍ بريد کړی. سرچينې وایي ترهګر د شمشاد راديو تلويزيون ودانۍ ته ننوتلي او ډزې یې پیل کړي دي. حمله په ۱۰ بجو او ۴۵ دقیقو د شمشاد تلویزیون د ودانۍ په خوله کې په انتحاري برید سره پیل شوې ده.

دا هغه تاکتیک دی چې طالب او داعش ترهګر ورڅخه تل کار اخلي.

امنیتي ځواکونه د شمشاد تلویزیون لور ته خوځېدلي او ودانۍ یې محاصره کړې ده. خو ډزې تر دېره اورېدل شوي دي. سرچينې وايي سیمې ته امبولانسونه رسېدلي او ویل کېږي چې څو ټپیان یې روغتونونو ته رسولي دي.

د شمشاد تلویزیون یوه ژغورل شوي کارکوونکي فیصل ځلاند فرانس پریس خبري اژانس ته وویل«ما په امنیتي کمره کې ۳ حمله کوونکي ولیدل چې ودانۍ ته راننوتل. دوی لومړی د ساتونکو خوا ته لاسي بمونه وغورځول او بیا ودانۍ ته داخل شول. هر لور ته يې لاسي بمونه غورځوي.»

د شمشاد له لوري په یوه ټویټ کې د تلویزیون کارکوونکو ته د مرګ ژوبلې یادونه شوې، خو دقیق شمېر یې نه دی په ګوته کړی.

وسله وال طالبان وايي چې پر شمشاد تلویزیون برید د دوی کسانو نه دی کړی. د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد وايي چې دا حمله له دوی سره ارتباط نه لري.

تراوسه بلې کومې وسله والې ډلې د حملې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د تلویزون یوه کارکوونکي حشمت ستانکزي «یوه تلویزون» ته ویلي چې خپل ځيني ملګري يې مړه او ټپیان ولیدل.

یوې امنیتې سرچینې ویلي چې لومړی چاودنه وشوه او بیا دوه بریدګر ودانۍ ته ور ننوتل.

خو د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند وويل چاودنه نه ده شوې.

د شمشاد تلویزون کارمند رسول تسل وایي: د تلویزون ځیني کارمندان لا هم په لومړي پوړ کې کلابند دي او ما د برید له پیل سره سم ځان د ودانۍ له دوهم پوړ نه را وغورځاوه.

د شمشاد تلویزون فعال کارمند میرویس ستانګزی وایي کله چې برید پیل شو،  یو شمېر کارمندان له خوندي لاري له ودانۍ ووتل. ستانګزی وایي د تلویزون د ودانۍ ساتونکي له بریدګرو سره  په جګړه اخته دي او نښته دوام لري.

تر دې وړاندې هم په ځينو نورو افغان انځوريزو رسنيو ورته بريدونه شوي، چې پراخه مرګ ژوبله يې لرلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *