یکشنبه , نوومبر 29 2020
کور / خبرونه / افغانستان / وسله والو په جوزجان کې یوه سړی او یوه ښځه د نامشروع اړیکو په تور وژلي

وسله والو په جوزجان کې یوه سړی او یوه ښځه د نامشروع اړیکو په تور وژلي

په شمال جوزجان ولایت کې نا معلومو وسله والو یوه سړی او یوه ښځه د نامشروع اړیکو په تور وژلي دي.

د سیمه ییزو چارواکو په وینا، پیښه په وروستیو کې د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

د جوزجان والي ویاند رضیا غفوري تائید کړه چې نا معلومو وسله والو تیره شپه ناوخته یوه سړی او یوه ښځه د نامشروع اړیکو په تور په ډزو وژلي.

ښاغلي غفوري زیاته کړه، چې د پیښې په تړاو د امنتي ځواکونو له خوا پلټنې پیل شوي او تر اوسه د دغو کسانو د قتل په تور څوک نه دی نیول شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: