جمعه , نوومبر 27 2020
کور / خبرونه / افغانستان / وسله وال طالبان وايي، پرمختللې وسلې په لاس ورغلي

وسله وال طالبان وايي، پرمختللې وسلې په لاس ورغلي

په افغانستان کې وسله وال طالبان ادعا کوي چې له افغان او بهرنیو پوځیانو څخه یې لیزري وسلې او د شپې دوربینونه اخیستې دي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد نن /شنبه/ وویل چې طالبانو له امریکایانو او افغان امنیتي ځواکونو څخه دا وسلې ترلاسه کړي دي.

مجاهد ویلي چې دا وسلې د طالبانو لاس ته یا له بهرنیو ځواکونو سره د نښتو په لړ کې ورغلي او یا افغان ځواکونو پرې پلورلي دي.

ده د ترلاسه کړیو وسلو د ډول په اړه ویلي، په دغو وسلو کې یوه (CheyTac M200) نومېږي او بله (NXS 5.5-22X) چې د ورښت په مهال او د شپې له لوري هدف په مناسب ډول په نخښه کولی شي.

تر دې وړاندې ځینو سرچینو ویلي و چې طالبانو ته دا ډول وسلې روسیې ورکړي دي خو روسیې دا تور رد کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: