جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / افغانستان / وسله وال طالبان وايي دوی د کابل له حکومته دفتر نه غواړي

وسله وال طالبان وايي دوی د کابل له حکومته دفتر نه غواړي

په افغانستان کې د ملي وحدت حکومت اجرائیه ريیس عبدالله عبدالله وايي، که طالبان د سولې د خبرو لپاره جدي اراده لري، نو په کابل يې د دفتر د پرانيستو پر وړاندې هېڅ جدي خنډ نشته.

عبدالله چې په کابل کې يې په سیمه‎ ییزې حکومتولۍ کې د ښځو د ګډون ملي کنفرانس ته خبرې کولې وویل، له طالبانو سره د سولې بحثونه يوازې د نظر تر کچې دي او په دې اړه لا کوم عملي بحث نه ‎دی شوی.

نوموړی دغه بحثونه د يوه نظر په حیث شوي، تر دې مهاله په دې اړه کوم عملي بحث نه ‎دی شوی، خو که يوه ورځ داسې راشي چې دوی د سولې د خبرو لپاره جدي لېوالتیا وښيي او ووايي چې موږ نه غواړو له هېواده بهر دفتر ولرو او د افغانستان په پلازمېنه کې د سولې خبرې کوو، نو دی فکر کوي چې د دې اقدام پر وړاندې باید خنډ نه‎وي موجود.

عبدالله وايي، د سولې د خبرو لپاره هر وخت دروازې خلاصې دي، خو طالبانو تر اوسه له سولې سره لېوالتیا نه‎ ده ښودلې. د اجرائیه ريیس په خبره، د سولې خبرې د افغانستان د خلکو قرباني کول نه بلکې، دوی خپلو هيلو ته رسول دي.

تر دې وړاندې د سولې عالي شورا هم ویلي وو چې له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیلېدو لپاره چمتو دي او لکه د حزب ‎اسلامي په څېر طالبانو ته هم په کابل کې یو دفتر پرانيزي.

د دې شورا د دارالانشا ريیس محمداکرم خپلواک ویلي، هر هغه ميکانیزم او پروسه چې د سولې د خبرو لپاره د وسله‎والو طالبانو له ‎خوا مطرح شي افغان حکومت ته د منلو وړ ده.

ولسمشر غني هم دا خبرداری ورکړی چې که طالبان افغانان وي، د سولې له پروسې سره دې یوځای شي که نه نو له‎ منځه به یووړل شي.

دغه راز د طالبانو وياند ذبیح‌الله مجاهد هم په کابل کې طالبانو ته د دفتر د پرانېستنې د وړاندیز په غبرګون کې ویلي چې دوی د کابل له حکومته دفتر نه‌ غواړي. مجاهد د طالبانو پر پخوانۍ غوښتنې يو ځل بيا ټينګار کړی او ويلي يې دي چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو د سولې خبرو ته نه حاضريږي.

په ورته مهال د چارو يو شمېر شنونکي بيا د سولې لپاره د حکومت پر ارادې شک لري او وايي، حکومت که وغواړي له طالبانو سره د سولې خبرو بريالي کېدل ناشوني نه دي.

د سیاسي چارو شنونکی رفیع الله کاکړ وايي، که د حکومت مشرانو د سولې لپاره اراده درلودی نو د سولې شورا واګې یې باید داسې کسانو ته سپارلې وای چې بې پرې او منځګړي وای.

دی وايي:

«که افغان حکومت د سولې په برخه کې جدي اراده لرلای او په سیمه کې د امنیت ټینګښت ته لېواله وای او غوښتل یې چې ناراضه وروڼه د سولې پروسې ته راشي، نو د سولې شورا واګې یې باید داسې کسانو ته نه وای سپارلې چې کلونه-کلونه په جګړو کې ښکېل وو، د سولې شورا واګې یې باید بې طرفه خلکو ته ورکړې وای».

کاکړ وايي، که افغان حکومت غواړي په هېواد کې سوله راشي او جګړه پای ومومي د سولې په برخه کې دې په‎ خپلو تګلارو او پلانونو له سره کتنه وکړي او د شعارونو پرځای دې عملي اقدامات وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: