سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ولايتي شورا: راغلي پلاوي سره ګڼې ستونزې شريکې شوې

ولايتي شورا: راغلي پلاوي سره ګڼې ستونزې شريکې شوې

د ننګرهار د ولایتي شورا غړي وایي، له مرکزه دغه ولایت ته د امنیتي او سیاسي ستونزو د اورېدو په اړه راغلي پلاوي کړنو ته خوشبینه نه دي.

دوی وایي، که راغلی پلاوی هم د تېرو پلاوو په څېر کړنې ترسره کړي، نو راتګ به یې بې ګټې وي.
د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمري رسنيو سره په خبرو کې وویل، چې دوی د جمهور رییس په امر له مرکزه راغلي پلاوي سره د ننګرهار ګڼې ستونزې شریکې او د حل لارې يې هم ورته په ګوټه کړې.
هغه وایي، که چېرته یاد پلاوی په ښه ډول اقدامات ترسره کړي، نو شونې ده چې ددغه ولایت ډېری ستونزې حل شي.
خو زمری زیاتوي، تر ډېره د یاد پلاوي راتګ او د ستونزو حل ته ولسونه هیله من نه دي.
ننګرهار ته د جمهور رییس له لوري د ملي امنیت شورا د مرستیال په مشرۍ د ستونزو د اورېدو په موخه دا پلاوی په داسې حال کې سفر کوي، چې په دې وروستیو کې د ناامنۍ څپه د ښار ترمنځه رارسېدلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: