پنجشنبه , اکتوبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ولسمشر د غمشریکۍ او ډاډګېرنې لپاره پکتیا ته سفر کړی دی

ولسمشر د غمشریکۍ او ډاډګېرنې لپاره پکتیا ته سفر کړی دی


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ پکتیا ولایت ته سفر کړی دی.

له ولسمشرۍ ماڼۍ په یکشنبه ( اکټوبر ۲۱مه) خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ولسمشر محمد اشرف غني د پکتیا له ولسونو او مشرانو سره د غمشریکۍ شریکولو لپاره دغه ولایت ته سفر کړی دی.

پکتیا د افغانستان له نسبتاً امنو ولایتونو ګڼل کېده، خو د تېره اونۍ د اکټوبر په ۱۷مه یې پر امنیه قومندانۍ ډله ییز ځانمرګی برید شو چې له امله یې د پکتیا د امنیه قومندان “توریالي عبدیاني” په ګډون ۴۸ کسان ووژل شول چې په ډله کې یې ۲۰ ملکي وګړي وو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: