شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / ولسمشر غني اسلام اباد سره د سولې په تړاو حساس دی

ولسمشر غني اسلام اباد سره د سولې په تړاو حساس دی

ولسمشر به د افغانستان او پاکستان د سولې خبرو لپاره د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره سلا مشورې وکړي. د مشرانو جرګې مشر ویلي، چې اشرف غني له اسلام اباد سره د سولې خبرو په تړاو حساس دی او د یادو خبرو په اړه به د هیواد له ځینو سیاستوالو او د امریکا په ګډون د سیمې له هیوادونو سره خبرې او سلا مشورې وکړي. فضل الهادې مسلمیار د مشرانو جرګې په نننۍ ناسته کې وویل، چې ولسمشر له افغان چارواکو او سیاسي څېرو سره د افغانستان او پاکستان د سولې خبرو د پیل په تړاو سلا مشورې کړې دي. د نوموړي په خبره د سولې د خبرو پیل به په درېیم هېواد کې وشي. مسلمیار ویلي، چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ به د سولې خبرو د پیل څرنګوالي په هکله له سعودي سره هم خبرې وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *