سه شنبه , سپتمبر 29 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ولسمشر غني او د امریکا د بهرنیو چار وزیر هند ته ځي

ولسمشر غني او د امریکا د بهرنیو چار وزیر هند ته ځي

د راپورنو له مخې، افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه رسمي سفر د سه شبنې په ورځ هند ته ځي.

د هندي د رسنیو د راپورنو له مخې، ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن هم د سه شبنې په ورځ هند ته سفر وکړي.

په پام کې ده چې ولسمشر غني د خپل یو ورځني سفر په لړ کې له خپل هندي سیال رامنات کووېند او د هند له لومړی وزیر نرندرا مودي سره وګوري.

د هند ولسمشر او لومړی وزر سربېره، ټاکل شوې ده چې د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج هم له ولسمشر غني سره وګوري.

هند ته د ولسمشر غني د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سفر په داسې حال کې ترسره کیږي چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ کابو دوه میاشتې مخکې د سویلي اسیا لپاره د واشنګټن نوې ستراتیژي اعلان کړه.

ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له هند څخه پاکستان ته سفر وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا دفاع وزیر او د بهرنیو چارو له دې وړاندې ویلي وو، چې واشنګټن به هڅه وکړي ترڅو د امریکا نوې ستراتیژي د اسلام اباد په مرسته تطبیق شي له دې وړاندې چې ولسمشر ټرمپ د پاکستان پر وړاندې نور انتخابونه غوره کړي.

 ولسمشر ټرمپ له دې وړاندې ویلي وو، چې پاکستان اکثراً ترهګرو ډلو ته پټنځایونه ورکوي او خبرداری ورکړ چې امریکا نور د پاکستان لخوا توندلارو ته د پټنځیو ورکړې پر وړاندې زغم نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: