دوشنبه , نوومبر 30 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ولسمشر غني: ایا طالبان له پناه ځایونو پرته بریدونه کولی شي؟

ولسمشر غني: ایا طالبان له پناه ځایونو پرته بریدونه کولی شي؟

افغان ولسمشر اشرف غني پوښتلي ايا طالبان له ملاتړ او پناه ځایونو څخه پرته بريدونه کولی شي؟

افغان ولسمشر دغه پوښتنه نن د جمعې په ورځ د اذربایجان په پایه تخت باکو کې د اسیا د زړه د هیوادونو اووم کنفرانس غونډې ته په وینا کې کړې. نوموړي طالبان د نشه ‍يي توکو په قاچاق هم تورن کړي دي.

ولسمشر اشرف غني وویل چې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د متحده ایالاتو نوې ستراټیژي طالبانو او د هغو ملاتړو ته دا پیغام ورکوي چې هغوي جګړه نه شي ګټلی.

ولسمشر غني د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا په هکله وویل چې اوس دا ځواکونه د دفاعي حالت څخه وتلي او د وسله والو مخالفانو او نشه یې توکو د قاچاقبرانو پر وړاندې بریدونه کوي. ولسمشر غني وویل ” په افغانستان کې د هرو پنځه عملیاتو څخه څلور یې افغان کوماندو ځواکونه په خپلواکه توګه ترسره کوي”.

ولسمشر غني وویل د ځانګړو ځواکوونو شمیر دوه چنده او د افغان هوايي ځواک ظرفیت درې چنده لوړوي.

ولسمشر غني د خبرو اترو لار په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو یوازینی لار وګڼله.

د اسیا د زړه د هیوادونو د بهیر اومه غونډه چې افغانستان او اذربیجان یې په ګډه مشري کوي نن د اذربیجان د ولسمشر الهام علي ووف په وینا پرانیستل شوه.

د اذربیجان ولسمشر افغانستان سره خپلې اړیکې ډیرې ښيي وګڼلې اوافغان حکومت ته یې د افغان امنیتي ځواکونو د اصلاحاتو په بهیر کې د خپل هیواد د مرستې وړاندیز وکړ.

د اسیا د زره د کنفرانس چې د استنبول د بهیر په نوم هم یادیږي په ۲۰۱۱ کال کې د پخواني جمهوررئیس حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال په استنبول کې پيل شو او بیا وروسته دد غه کنفرانس نورې غونډې په کابل، قزاقستان، چین، پاکستان او هند کې جوړې شوي دي.

د دې کنفرانس هدف د افغانستان په مشرۍ د دغه هیواد د ګاونډیو او سیمې د هیوادونو ترمنځ د یو لړ مسلو په هکله د همغږۍ رامنځ ته کول دي.

د استنبول د بهیر ترڅنګ افغان حکومت د کابل پروسې په نوم د نړیوالې ټولنې او د سیمې د هیوادونو سره د یو لړ مشورتي ناستو لړۍ هم سږکال پیل کړې ده.

ټاکل شوې د کابل پروسې د کنفرانس دوهمه غونډه به د جنورې په میاشت کې په کابل کې جوړه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: