پنجشنبه , اکتوبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ولسمشر غني د باجوه بلنه منلې

ولسمشر غني د باجوه بلنه منلې

پاکستانۍ رسنۍ وايي، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له مودې وروسته د لومړي ځل لپاره اسلام اباد ته د سفر بلنه منلې ده.

يادې رسنۍ وايي چې ولسمشر غني په کابل کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر باجوه سره په کتنه کې موافقه کړې چې د دوو هیوادونو د اړیکو د ښه کېدا لپاره به پاکستان ته لاړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په می میاشت کې اشرف غني د پاکستان بلنه رد کړې وه.

ولسمشر غني باور لري چې په پاکستان کې د قدرت اصلي مرجع د دغه هیواد دیموکراتیک اورګانونه نه دي بلکې پوځ او استخبارات یې د دغه هیواد بهرنۍ پالیسي ټاکي او له همدې کبله یې تېر ځل هم په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ له مشرانو سره زغردې خبرې وکړې، خو هغوی په خپلو ژمنو عمل ونه کړ.

د دوشنبې په ورځ د امریکا دفاع وزیر جېمز متیس د سنا جرګې د پوځي خدماتو کمېټې ته وویل چې پاکستان ته یو بل چانس هم ورکوي څو د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي.

داسې ښکاري چې ولسمشر غني هم یو وار بیا پاکستان ته د دوستۍ لاس اوږدوي او غواړي چې د دغه هيواد درواغ او رښتيا يو وار بيا معلوم کړي

افغان روڼ اندي هم د باکستان پر اوسني بدلون شک کوي، دوی وايي باکستاني چارواکي مخامخ د همکارې ژمنې کوي، مګر په عمل کې نه بلې کوي او د خبلو ژمنو خلاف عمل کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: