یکشنبه , سپتمبر 27 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ولسمشر غني په خپل امريکايي سيال حساب کوي

ولسمشر غني په خپل امريکايي سيال حساب کوي

(درې کاله مخکې په نړېوال سټېج افغانستان په انزوا کې و. درې کاله وروسته ټوله نړۍ د افغانستان له برحقې داعيې او موقف څخه ننګه کوي. درې کاله مخکې مونږ په انزوا کې و، درې کاله وروسته پاکستان په انزوا کې دی) افغان ولسمشر محمد اشرف غني دغه خبرې د اکتوبر ۱۱مه/ سهار د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د حکومت له ویاندانو سره شريکې کړي او ورته يې ويلي چې د هغه اواز دې ولس ته ورسوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزارت ویاند نجیب ننګیال د ولسمشر غني له قوله لیکي، «له پاکستان سره په اړيکو کې په ما باور وکړئ. زه غواړم په معقوليت او دوامداره ډول پاکستان سره ستونزې حل کړم او مونږ د تلپاتې سولې څښتنان شو. افغانستان دوامداره دوست او دښمن نه لري. مونږ يوازې په دوامدارو ملي ګټو باور لرو او د همدې ګټو لپاره سر ورکوو،»

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزارت ویاند لیکي چې ولسمشر زیاته کړه، «درې کاله مخکې د نظام د بقا سوال مطرح و. لږ تر لږه اوس په دې ټوله نړۍ او خپله د افغانستان خلک ډاډمن دي، چې نور د نظام د بقا سوال نه دی مطرح او همدا نظام به دوام کوي،»

ولسمشر غني ګاونډي هېواد پاکستان ته د أفغانستان د پخواني احتیاج او اوسني خلاصي په هکله په خبرو کې وویل، «افغانستان نورد کراچۍ بندرګاه ته محتاج نه دی، بلکې وخت به راځي چې کراچۍ به د افغانستان سرکونو او رېل ليکو ته محتاجه وي،» د ولسمشر په خبرو کې چې د حکومت له ویاندانو سره په غونډه کې یې کړي دي د افغانستان د یو شمېر اړوندو پروژو په هکله هم یادونه شوې او وایي، چې، «څلور مياشتې وروسته د ترکمنستان ولسمشر هرات ته راځي او د ټاپي د ګازو نل ليکې پرانسته به وکړي. دا ستره ملي پروژه به په برياليتوب بشپړېږي. لومړی به افغانستان ته ګاز ورکوي،» او زیاتوي،‌«چا تصور هم نشو کولی چې مونږ به د واخان دهلېز څخه اقتصادي ګټه واخلو او له چين سره به افغانستان وصل کړو. اوس مو له همدې لرې پرتې سيمې نوري فايبرغځول پېل کړي دي،»‌ په افغانستان کې د هغو نامسؤلو وسله والو په نامه چې ځانونه جهادي قوماندانان بولي او ولس یې د چوروچپاول، غصب او وهلو ټکولو له امله تر ډېره د جهادي مافیا په نامه یادوي، ولسمشرغني وایي، «نامسئوله وسله والو ته وواياست چې په خدای قسم په قفسونو کې مو بندوم. ولس له تاسې تېښتې ته راغلی دی،»‌

غني وایي چې د پخوا په نسبت اوس ډېر په حوصله کار کوي او ځان د پخوا په نسبت ډېر مسؤل ګڼي، «وزارت ماليه کې چې وم په لېوني مشهور وم، خو وزارت او ولسمشري فرق کوي. دلته خورا په حوصله کار کوم،»

غني د افغانستان روانه جګړه خارجي ګڼي او وایي، «د افغانستان بحران او جګړه داخلي نه ده. همدا وجه ده چې ډېر وخت مې په بهرنيو سفرونو تېر کړ، تر څو نړۍ قايله کړم او نړېوال ملاتړ خپل کړم،»‌ نوموړی په خپل امریکایي سیال حساب کوي او وایي،‌ «د نړۍ په ولسمشرانو کې ولسمشر ټرمپ يوازې ما سره ښې اړيکې لري او زما يې تر ټول تود هرکلی وکړ. دا ځکه چې امريکا ته تر سفر مخکې مې درې مياشتې په دې کار کړی و، چې ولسمشر ټرمپ سره به په کومو مسايلو خبرې کوم،»‌ هغه د ملي اردو ځواکونو، د افغانستان د معدنونو او د ښاروالیو د خدمتونو په ګډون د ښوونې روزنې په اړه هم خبرې وکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: