پنجشنبه , سپتمبر 24 2020
کور / خبرونه / ولسمشر له پکتیاوالو سره تازه ژمنې وکړې

ولسمشر له پکتیاوالو سره تازه ژمنې وکړې

ولسمشر غني پکتیا ته د خپل سفر په ترڅ کې په دې ولایت کې د وروستی برید د قربانیانو له کورنیو سره غم شریکي وکړه او په یاد ولایت کې یې د ځینو مهمو کارونو د ترسره کولو ژمنه هم وکړه. اشرف غني چې نن سهار پکتیا ولایت ته په سفر لاړ د برید له ځایه د لیدنه ترڅنګ یې د ورانو شوو ودانیو د بیا رغولو امر کړی دی. د رارسیدلو معلوماتو له مخي ولسمشر له پکتیاوالو سره په دې ولایت کې د څو لویو پروژو د پیلولو ژمنه هم کړې چې له دې ډلې پکتیا لومړۍ ردجه ولایت اعلانول، د زرمت ـ ګردېز د سړک د جوړولو پیل، په مرګز ګردیز کې د یوه ساحوي روغتون جوړول، په ۴۰ ورځو کې ګردیز ته برېښنا ورکول او همدا رانګه

په راتلونکي کال کې د ښوونځیو جوړولو او صنعتي پارک ته د بودیجې ځانګړي کول هغه ژمنې وې، چې ولسمشر پکتیا ته د سفر پر مهال ددې ولایت له خلکو سره وکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: