شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / ولسي جرګه: افغانستان د سترې نيابتي جګړې پر ډګر بدلېږي

ولسي جرګه: افغانستان د سترې نيابتي جګړې پر ډګر بدلېږي

ملي یووالي حکومت کمزوري به افغانستان د سیمې د هېوادونو د جګړې په ډګر بدل کړي.

د ولسي جرګې ګڼو غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړه او په وینا یې د پردې تر شا داسې خبرې روانې دي چې طالبان دې له داعش سره یو ځای شي او له هغه وروسته به دغه ډله د افغانستان له پولو بهر جګړې تنظیموي خو اصلي ډګر به یې افغانستان وي.

د ولسي جرګې غړي ظاهر قدیر وویل، چې افغانستان به د سیمې د هېوادونو د جګړې په ډګر واوړي او ددې موخې لپاره منظم کار روان دی.

ظاهر قدیر دا هم وویل، چې د سولې خبرې هسې په نامه دي او ښايي ډېره کمه برخه طالبان له سولې سره یو ځای شي او پاتې نور به دداعش په جامه کې خپلو جګړو ته ادامه ورکوي.

د ولسي جرګې نورو غړو هم ورته څرګندونې لرلې او په وینا یې که حکومت جدي اقدام و نه کړي نو ښايي افغانستان د نیابتي او ډېرې سترې جګړې پر ډګر بدل شي.

په ولسي جرګه کې دغه اندېښنې داسې مهال راپورته شوې دي، چې په دې وروستیو کې په هېواد کې امنیتي وضعیت کړکیچن شوی دی او د سیمې هېوادونه هم په افغانستان کې د روان وضعیت له امله په اندېښنه کې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *