سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ولسي جرګې په مبايل کارتونو کې د پيسو ګرځول لغوه کړل

ولسي جرګې په مبايل کارتونو کې د پيسو ګرځول لغوه کړل

د افغانستان ولسي جرګې په مبايل کارتونو کې پنځه افغانۍ ټکس لرې کړی، خو د خلکو په وينا اوس دا پوښتنه هم له اړونده ادرس نه پکار ده چې دا دومره موده له دې لارې ګرځول شوي پيسې کومې خواته تللې دي.

په مبايل کارتونو کې د بنځو افغانيو ټکس له اوږدې مودې ګرځول کېده، خو څوک نه پوهېدل چې څه کېده او په کوم ځای کې په کار راتلی شو.

د خلکو په وينا په افغانستان کې د مبايل کارولو سره له دوی د پيسو ګرځول زيات شوي او په مبايل شرکتونو سربېره چې هره ورځ په ډول ډول نومونو له دوی پيسې ګرځوي، چې له دې سببه مخابراتي اسانتياوو ته د لاس رسي کچه کمېږي.

دوی په داسې حال کې چې د ولسي جرګې د دغې اقدام ستاينه کوي وايي بايد په تېره اوږده موده کې له دې لارې د ګرځول شوو بې حسابه پيسو پوښتنه هم وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: