جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ولسي پاڅون کوونکي يوازې په قاچاقبرو پسې دي

ولسي پاڅون کوونکي يوازې په قاچاقبرو پسې دي

د ننګرهار چارواکي وايي په مومندرې ولسوالۍ کې ولسي پاڅون کوونکو تېره ورځ د ګزمې پر مهال يوه اندازه نشه يي توکي چې په کرولا موټر کې لېږدېدل، نيولي دي.

چارواکي وایي قاچاقبرو غوښتل ۳۰۰ کيلو ګرامه چرس له دې ځايه تېر کړي، چې د ولسي پاڅون کوونکو لخوا کشف او ونيول شو.

چارواکی وايي ولسي باڅون کوونکي د خپلو سيمو د امنيت لپاره اړوندو دولتي ځواکونو سره همکاري کوي او له دې امله چې د همغو سيمو دي، د توندروه کسانو په پېژندلو او هغو لارو په تعقيبولو کې مهارت لري، چې وسله وال، قاچاقبر او غله پرې د پولې د هغې او دې غاړې نه تګ راتګ کوي.

خو ځينې ځايي اوسېدونکي چې د وسله والو پر ضد ولسي پاڅون کوونکي دي، وايي د چارواکو لخوا په دوی کومه څارنه نشته، چې له کبله يې اوس زيات ولسي وسله وال ډله ډله هغو لارو کې ناست وي، چې يوازې قاچاقبر يې کاروي.

د جمشيد په نوم د مومندرې يو تن اوسېدونکي وويل، د قاچاقبرو په نیولو کې د ولسي پاڅون کوونکو ګټې دي: (په ولسي خلکو کومه څارنه نه کېږي، دوی اوس د وسله والو پر ځای قاچابرو ته په کمين کې کيني، ځکه په دې کې ورته ډېره ګټه رسېږي).

په ولسواليو کې د ځایي خلکو په وينا ملي پوليس، محلي پوليس او نور کشفي او امنيتي برخو ته اړونده کسان هم ډېر زور د افيمو په سوداګرو پسې کوي، خو د افيمو د سوداګرو اوپولسو ترمنځ خبره ان تر ولسوالۍ هم نه رسېږي.

ولسي پاڅون کوونکي په ځينو ولسواليو کې په داسې مهال راپورته شول، چې په وينا يې په خپلو کليو او بانډو کې د وسله والو له کړنو ووېرېدل.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: