دوشنبه , نوومبر 30 2020
کور / روغتيا / ولې ټوله شپه خوب نه درځي؟

ولې ټوله شپه خوب نه درځي؟

که چېرته د شپې خوب نه درځي نو په دې بايد پوه شئ، چې تاسو یوازينی څوک نه ياست، چې په دې ستونزه کې اخته شوي ياست،

د يوې نوې څېړنې له مخې داسې معلومه شوې چې د نړۍ يوه لويه برخه د دې ستونزې ښکار شوي ده او ورځ تر بلې په دې برخه کې اضافه والی راځي.

د انګلستان په يو طبی پوهنتون کې يوې نوې څېړنې داسې ثابته کړې، چې د بې خوبۍ ستونزه يوازې د پرمختللو هېوادنو ستونزه نه ده بلکې پر مختللی هېوادونو کې هم ورځ تر بلې په ډېرې تېزۍ سره خپرېږي.

دغه څېړنه د ګانا، تنزانيه، جنوبي افريقه، هندوستان، بنګله ديش، ويتنام، اندونيشيا او کينيا په ښاري سيمو کې ترسره شوې ده، ډاکټر اسټرينجس وايي چې په ټولو اتو هېوادونو کې ډېرو خلکو د بې خوبۍ ستونزه ډېره و .

ډاکټر اسټرينجس وايي، چې بې خوبي د لوږې د له منځه وړلو او دماغي ناروغيو سبب کېږي، نوموړی همدارنګه وايي چې د دې ترڅنګ د بدن نور فعاليتونه هم تر اغېز لاندې راولي.

هغه وايي بي خوبي د انسان د بدن دفاعي قوه کمزورې کوي چې له امله يې د مختلفو خطرناکو ناروغيو د پيدا کېدو سبب ګرځیدلای شی. ډاکټر اسټرينجس همدارنګه وايي چې ډېر خوب هم د بدن لپاره ښه نه دی او د مختلفو ناروغيو د پيدا کېدو سبب کېدی شي.

ډاکټر وايي چې د سيګريټو څکول، غېر متوازن خوراک، نور داسې عادتونه چې روغتيا ته ښه نه وي د بې خوبۍ ستونزه زېږولی شي، نوموړی همدارنګه په غربي هېوادونو کې ۲۴ ساعته ژوند هم د بې خوبۍ د ستونزې د پيدا کېدو ستر لامل بولي او وايي چې د انټرنيټ غېر معمولي استعمالول هم د بې خوبۍ د ناروغۍ په رامنځته کولو کې ستره ونډه لري.

له اوږدو څېړنو وروسته داسې پايلې هم ترلاسه شوي دی چې اوږد مهاله ذهني فشار، وېره او نور روحي فشارونه هم په پرمختللو هېوادونو کې د بې خوبۍ ستونزې زېږولی شي، او داسې هم ويل شوي چې په دې هېوادونو کې د نارينه وو په پرتله مېرمنې ډېرې په دې ناروغۍ اخته دي.

د څېړنې له مخې په بنګله دېش، سهيلي افريقا او ويتنام کې ډېر زيات خلک د بې خوبۍ په ستونزه اخته وو، چې د ډاکټر اسټرينجس په وینا په دغو مملکتونو کې د بې خوبۍ ستونزه په عامه روغتيا روغتونونو کې يوه عامه مسله ګرځېدلې ده. خو د دې برعکس په څېړنه کې داسې هم راغلي چې په هندوستان او اندونيشيا کې د بې خوبۍ په ستونزو اخته کسانو شمېر په هېجاني شکل کم و.

ډاکټر اسټرينجس خبرداری ورکوي چې په پرمختللو هېوادونو کې د بې خوبۍ د ستونزې ډېروالی به په دغه هېوادونو کې د ډېرو نورو ناروغيو پیدا کېدو ته هم لاره هواره کړي.

نوموړی وايي چې د بې خوبۍ د ستونزې له لرې کولو لپاره کومه اسانه لاره نه شته، او که وي هم نو دغه موضوع اوږدې مودې ته اړتيا لري، او که څوک غواړي، چې د دې ستونزې لپاره کوم لاره تجويز کړي، نو بايد په اوږده موده کې د هغه د ژوند کولو طريقه، او نورې روغتیايي اغېزې په پام کې ونيسي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: