چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / وکيلانو دروان مالي کال دبودجې په طرحه نيوکې کړي

وکيلانو دروان مالي کال دبودجې په طرحه نيوکې کړي

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر وکیلان وايي، د حکومت له لوري د ورلېږل شوې بودجې طرحه د وکیلانو د تېر ایستلو لپاره یوازې د کاغذ پر مخ لیکل شوې خبرې دي چې په عمل کې يې د پلي کولو لپاره اراده نشته.

د جرګې غړي کمال ناصر اصولي تېره ورځ د جرګې عمومي غونډې ته په خبرو کې وویل، دوه کاله کیږي، چې د خيالي بودجې طرحې پارلمان ته استول کيږي او وکيلان هم د تاييد رايه ورکوي.

د اصولي په خبره د روان مالي کال د بودجې طرحه  هم د کاغذ پر مخ جوړه شوې وه، داسې چې د ماليې وزارت په خزانه کې پیسې نه وي خو  د بودجې په طرحه کې يې يادونه شوې وه.

هغه وايي، د تېر کال ټوله بودجه ۴۵۸ ملیارده افغانۍ وه، په داسې حال کې چې د سږ کال ټوله بودجه ۳۶۱ ميلیارده افغانۍ ده او په دې حساب سره سږنۍ بودجه ظاهراً د تېر کال په پرتله ۹۷ ميلیارده افغانۍ کمه شوې ده.

اصولي وويل، بودجه کمه شوې نه ده، بلکې تېر کال د بودجې په طرحه کې ۹۷ ميليارده افغانۍ يوازې د کاغذ پر مخ ليکل شوې وې چې په خزانه کې موجودې نه وې.

ده دغه راز يادونه وکړه چې د ۱۳۹۶ مالي کال په بودجه کې ځينو پروژو ته پيسې بېلې شوې وې، خو د پروژو کارونه د مختلفو دلايلو له امله پيل نه شول. دی وايي د ۱۳۹۷ کال په بودجه کې هغو پروژو ته چې په ۱۳۹۶ کال کې يې کارونه پيل نه شول هېڅ پيسې په پام کې نه دي نيول شوې.

په ټوله کې وکیلانو د بودجې پر طرحې نیوکې وکړې او له حکومته یې وغوښتل چې د بودجې مناسبه او متناسبه طرحه د تصويب لپاره ور واستوي.

د ولسي جرګې د مالي او بودجوي کمېسیون غړی اکبر ستانکزی وايي، په تېرو کلونو کې به د هرې پروژې لپاره په بودجه کې ځانګړی کوډ و؛ خو سږ کال حکومت لسګونه پروژې په یوه کوډ کې نیولې دي.

ستانکزي مسیر ورځپاڼې ته وویل، د بودجې په هغه طرحه کې چې ولسي جرګې ته لېږل شوې، ټولې پروژې ګونګې دي او په دې سره فساد او په بودجوي واحدونو کې خپلسریو ته لاره هواریږي.

د ده په وینا د تېرو کلونو د بودجو په طرحو کې هر وکیل کولای شول هغه پروژې وڅاري، چې د دوی په ولایتونو کې پلې کیږي؛ خو د بودجې په سږنۍ طرحه کې دا امکان نشته ځکه هره پروژه ځانګړی کوډ نه لري.

د اکبر ستانکزي په وینا، د هغې طرحې پر بنسټ چې پارلمان ته د تصويب لپاره استول شوې، حکومت د کال په نیمايي کې په خپل سر پروژې پيل کولی او ځنډولی شي.

نوموړی وايي، د ۱۳۹۷ مالي کال په بودجه کې انډول هم په پام کې نه دی نیول شوی او وکیلان دغه ډول یوې ګونګې طرحې ته د تایید رایه نه شي ورکولی.

د ماليې وزارت د وکیلانو د څرګندونو په اړه له نظر ورکولو ډډه کوي او ویاند یې اجمل عبدالرحیمزي له ژمنې سره سره او تر اوږده انتظار وروسته هم مسیر ورځپاڼې ته په دې اړه څه ونه ویل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: