یکشنبه , مارچ 29 2020
کور / اسلاميات / يوه افغانه پېغله او سپېڅلی قران

يوه افغانه پېغله او سپېڅلی قران

په کندهار ولايت کې يوې افغانې پېغلې په لاسي خامګ ۳۰ سيپارې قرانکريم بشپړ کړی. هغې دا کار چې د ستنې او تار په ذريعه کېږي به اوو کلونو او شپږو مياشتو کې سرته رسولی، چې د قرانکريم د دې بڼې هره پاره په يو جلد کې راوړل شوې ده او په دې ډول په ۳۰ جلدونو کې ټول قران له اردو ژباړې سره ځای کړل شوی دی

هغې وويل، د قرانکريم د دې ډول ليکلو لپاره يې ۲۷۰ متره سپين او زرغون ټوکر، ۶۳۰ ګوټه ګلابي او وريښمين تار او ۶۰۰ ګرامه خالونه مصرف کړي دي.

په افغانستان کې چې د ښځو لپاره د کور نه بهر د بوختياوو زمينه ډېره نه ده، نو له پخوا راهېسې نجونې د ستنې او تار په کارونو بوختېږي، دوی د خامک او نورو تيله يي تارونو په واسطه لباسونه او ډېر لاسي توکي جوړوي، خو دا لومړی ځل دی چې يوې پېغلې په ستنه او تار دومره لوی کار کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: