شنبه , دسمبر 5 2020
کور / خبرونه / يوکونړی ځوان لومړنی افغان شو چې په یوه لوبه کې درې سلیزې جوړوي

يوکونړی ځوان لومړنی افغان شو چې په یوه لوبه کې درې سلیزې جوړوي

بهیر محبوب لومړنی افغان شو چې د افغانستان د احمد شاه ابدالي د فرسټ کلاس(څلور ورځنیو) سیالیو په یوې لوبې کې درې سلیزې کوي.

دی د سپین غر زون په لوبډلې کې لوبیږي او د پنجشنبې په ورځ ( نومبر نهمه) یې د بست زون خلاف یوې لوبې کې ۳۰۳ منډې وکړې خو ونه سوځېده. د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس لوبې د افغانستان د پنځو زونونو سپین غر، بست، بند امیر، مس عینک او امو ترمنځ دي.

محبوب وویل “کله چې مې درېیمه سلیزه ووهله، پوه شوم چې دا مې د هغو ستړیاو او خولو نتیجه ده چې ما به د تمرین پر مهال تویولې او په تمرین کې به سخت ستړی کېدلم”. بهیر په څلورو لوبو کې تر دې دمه ۸۳۱ منډې کړي.

ښاغلی بهیر وايي خوشحاله دی چې لومړنی افغان لوبغاړی شو چې په کورنیو سیالیو کې داسې یو تاریخ جوړوي، خو “زه د لوبغاړو د غوراوي له کمېټې غواړم چې ټولو هغو نویو استعدادونو ته پام وکړي او تشویق یې کړي چې ښه ځلیږي. زه د ځان لپاره نه وایم، ډېر داسې قوي لوبغاړي شته چې پام ورته نه دی شوی، زړونه یې مات شوي او له لوبو لاس په سر شوي دي. باید دوې ته پوره توجه او کار پرې وشي”.

هغه وايي لویه هیله یې دا ده چې “د افغانستان په ملي لوبډلې کې ښې لوبې وکړم او د غمځپلو افغانانو په شونډو مسکا راولم”. د کونړ ولایت دغه ځوان لوبغاړي د افغانستان د ۱۹ کلنو په لوبډلې کې هم لوبېدلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: