سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / قبايل / يوې بلې چاودنې پنځه پاکستاني پوځيان ووژل

يوې بلې چاودنې پنځه پاکستاني پوځيان ووژل

په شمالي وزيرستان کې د پاکستانیو امنيتي پوځيانو د ګزمې په موټر د ريموټ کنټرول بم په چاودنه کې پنځه امنيتي پوځيان وژل شوي دي.

د پاکستانيو امنيتي ځواکونو د ګزمې پر موټر هغه وخت د سړک د غاړې ريموټ کنټرول بم چاودنه وکړه کله چې دوی د تالاشئ د یوه محل نه بل ته پر لاره وو.

د يو ځايي خبريال د وينا په حواله نن چهارشنبه د امنيتي پوځيانو موټر د معمول سره سم د ګزمې په حال کې و، چې یوه زوروره چاودنه وشوه، دی وايي په چاودنه کې د پنځو پوځيانو پر وژل کېدو سربېره پوځي موټر په بشپړ ډول وجاړ شوی دی.

امنيتي کسانو د پېښې نه وروسته سيمه کلابنده کړې او د وژل شوو پنځو پوځيانو جسدونه یې روغتون ته لېږدولي دي.

امنيتي کسانو له چاودنې وروسته د پېښې په ځای کې د ترهګرو د پلټنې عملیات شروع کړي، خو تر دې دمه د چا د نيولو خبر نه دی ورکړل شوی.

د يادولو ده چې د ريموټ کنټرول بم چاودنې سره سم امنيتي ځواکونو د بنو او ميرامشاه لاره هم د ټرافيکو پر مخ تړلې ده.

تر اوسه د ياد بريد پړه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: