شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / قبايل / يو افغان پوځي چې پاکستانيو چارواکو نيولی و، راخوشې شو

يو افغان پوځي چې پاکستانيو چارواکو نيولی و، راخوشې شو

په کرم ایجنسۍ کې یو میاشت وړاندې نیول شوی افغان پوځي نن په طورخم نامنلې پوله افغان چارواکو ته وسپارل شو. د ذبيح الله په نوم دغه افغان پوځي په نامنلې پوله خرلاچۍ بندر باندې پاکستان ته پورې وتی و، چې د پاکستاني چارواکو لخوا نیول شوی و.

هغه نن د خېبرایجنسۍ اړوند طورخم نامنلې پوله باندې د پاکستانيو چارواکو لخوا افغان چارواکو ته وسپارل شو.

په ټوله کې افغان ولسونه پاکستان سره د ډيورنډ په نامنلې پوله تګ راتګ ته اړ دي. مبصرين وايي د نامنلې پولې دواړوو خواوو ته د پرتو قومونو زياتې رشتې دي، د ژبې تړون دی او نورې ګڼ شمېر کولتوري اړيکې دي. دوی وايي دغه اړيکې په ازغنو تارونو، ديوالونو او نورو خنډونو نه پرې کېږي.

په همدې حال کې وخت نا وخت د افغان ځواکونو يو شمېر پوځيان هم په ولسي پېژندګلوئ د نامنلې پولې هغې غاړې ته په تلو اړ کېږي.

د دې نه وړاندې د کونړ مرستيال والي هم په همدې نامنلو لارو خيبر پښتونخوا ته د درمنلې په هدف تللی و، چې وروسته له هغه ځایه تري تم کړای شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *