پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / قبايل / يو زده کوونکی وايي: (زه ولې له ښوونځي نه ويستل شوی يم)

يو زده کوونکی وايي: (زه ولې له ښوونځي نه ويستل شوی يم)

د پيښور يو سرکاري ښوونځي نه ويستل شوي زده کوونکي ځانګړی احتجاج کړی دی او د پخواني وزيراعظم نواز شريف نااهلئ نه پس مشهوري شوې جملې ‘مجهے کيو نکالا ‘ په تاثر اخيستلو سره يې د خپل ښوونځي له مشر نه پوښتنه کړې چې دی يې ولې له ښوونځي ويستلی دی؟

نن پيښور پريس کلب مخې ته د (ګورنمنټ هائي سکول وزيرباغ) نهم ټولګي زده کوونکي نصيب شاه وويل چي قريبا پنځه ديرش ورځې وړاندې يې خپل ټولګيوال کامران سره په څه خبره شخړه کړي وه د کومي نه پس چي د ښوونځي مشر دی له ښوونځي نه ويستي دے او اوس يې ښوونځي کې نه پريږدي. ده زياته کړه چې د زده کړو کولو سره د وړو خيوندو او ورونو د ژوند جوړول غواړي، خو اوس يې پر مخ د ښوونځي دروازې تړل شوي او دغه ارمان يې نيمګړی شوی دی.

د نصيب شاه ورور صالح محمد ويلي دي چې ده د ښوونځي ادارې مشر محمد يونس سره په دې اړه ملاقات کړی و، ولې دی يې په بې عزتۍ سره د ښوونځي له ادارې ايستلی دی.

دوی د ځايي حکومتي چارواکو نه غوښتنه کړې چې د ياد ښوونځي د ادارې د مشرانو په اړه د دوی عرض واخلي او پر وړاندې يې بايد ګام بورته شي.

بل اړخ ته د ښوونځي د ادارې مشر محمد يونس ويلي چي نصيب شاه نومي زده کوونکي درې وارې ښوونځي کې شخړه کړې او له دې امله د ښوونځي نه ايستل شوی دی. په نوموړي دا دعوه هم شوې چې د يوه بل زده کوونکي پوزه يې ماته کړې ده.

د ښوونځي اداره وايي ياد زده کوونکي ته شوونځي ته د بيا راتلو لپاره دا شرط ايشودل شوی چې والدين به يې په تحريري توګه د بيا لپاره د شخړو نه کولو شرط په غاړه اخلي خو نوموړي زده کوونکي دا شرط بد ګڼلی او د کورنۍ مشرانو يې ادارې ته ردې بدې ويلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *