د چهارشنبې په ورځ د جنوبي کوريا پارلمان ته په وېنا کې د امريکا مشر ډونلډ ټرمپ د شمالي کوريا مشر کم جونګ ان ته په مخاطب کولو سره خبرداری ورکړی، چې هغه کومه وسله ترلاسه کوي د دې نه به يې د حکومت نور خوندي کېدو وروستو د لا ډېرو خطرو سره مخ شي.
ولسمشر ټرمپ د نړۍ په قامونو غږ کړی چې “د شمالي کوریا د ظالم حکومت يواځې کولو، د هر ډول مرستو ورکولو او ملاتړ ترلاسه کولو د مخنيوي په لړ کې دې هڅې وکړي”.
نوموړي ويلي هغه يواځې د امریکا او جنوبي کوريا مشرتابه ته وېنا نه کوي بلکې غواړي چې د نړۍ ټول مهذب قامونه دې د شمالي کوريا په وړاندې ودريږي.
هغه په خپله وېنا کې د جنوبي کوريا د پارلمان غړو ته باور ورکړی چې امريکا به د شمالي کوريا سره د ” ګډ امنيت، خپلمنځي پرمختګ او پاکې ازادۍ” ساتنه کوي.
ټرمپ د جنوبي کوريا د خپل دوه ورځني سفر په وروستۍ کې پارلمان ته وېنا کړې او د هغې وروسته چين ته روان شوی دی.