پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / ټرمپ: پوتین د کرېملین د لاسوهنې تور سپکوونکی بولي

ټرمپ: پوتین د کرېملین د لاسوهنې تور سپکوونکی بولي

د امریکا ولسمشر وايي، د اسیا- اوقیانوسیه سرمشریزې په بهیر کې روسي سیال یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د امریکا تېر کلنو ټاکنو کې مسکو لاسوهنه نه ده کړې. ښاغلي ټرمپ له روسي سیال سره په ویتنام کې دا لنډه لیدنه ګټوره وبلله او ویې ویل ما یو ځل بیا وپوښت هغه ټاکنو کې لاسوهنه رد کړه. ډونلډ ټرمپ له روسي سیال سره تر لیدنې وپوهېد چېویلادیمیر پوتین د کرېملین د لاسوهنې تور سپکوونکی بولي

ډونلډ ټرمپ دا خبرې ختیځې اسیا ته د خپل ۱۲ ورځني سفر په وروستیو ورځو کې وکړې او یو ځل بیا یې د امریکا رسنیو کې د خپل بریالیتوب په هکله د روسیې د رول په تړاو بحثونه را پورته کړل.

د امریکا ۱۶ امنیتي او څارګري بنسټونو تېره جنوري په یوه خوله وویل چې ترلاسه شوي سندونه ښيي: روسیې د تېر کال نومبر ټاکنو پایلو کې د لاسوهنې لپاره پرلپسې لاسوهنه کړې ده، چې ډونلډ ټرمپ پکې بریالی شو.

په ورته مهال د امریکا څارګرې ادارې د نومبر پر ۱۱ یو ځل بیا وویل چې دا اداره د جنورۍ میاشتې رپوټ ملاتړ کوي او تېر کلنو ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې په تړاو یې په ارزونه کې بدلون نه دی راغلی.

خو د امریکا ولسمشر په دې تړاو د سي ای اې یا نورو څارګري ادارو رپوټونه مهم نه بولي او ولسمشرۍ ټاکنو کې د روسیې لاسوهنې په هکله پلټنې “د ځان بدنامولو لپاره دسسه او یا ټاکنیزو سیالیو کې د ډیمکراټانو د ماتې د پیکه کولو لپاره هڅه” بولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *