سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / پاچا تر خپل قلمرو پراخه کرونده لري

پاچا تر خپل قلمرو پراخه کرونده لري

برونای د اکتوبر پنځمه د حسن بلقیه د واکمنۍ ۵۰م کال لمانځي. واکمنه کورنۍ، چې په سر کې یې سلطان حسن بلقیه دی، ډېرې شتمنۍ لري.

برونای له ۱۸۸۸ کال راهیسې د بریتانیا له خوا ساتل کېده، خو په ۱۹۶۳ کال له مالیزیا سره یوځای شو.

برونای په ۱۹۸۴ کال خپلواکي واخیسته.

که څه هم هلته نامسلمان لږکي هم شته او د بشر حقونو نړیوالو سازمانونو ډېرې نیوکې ورباندې کړې، برونای په ۲۰۱۴ کال په ختیځه اسیا کې لومړنی شریعت پلی کوونکی دولت شو.

د برونای رسمي نوم (برونای دارالسلام) دی، چې پلازمېنه یې بندر سیري بیګاوان نومېږي، د وګړو شمېر یې ۴۱۳ زره دی، ۵٫۸ کیلومتره مساحت لري او وګړي یې په مالايي، انګلیسي او چینايي ژبو خبرې کوي.

ډېری وګړي یې مالايي دي، چې د ټول ټال نفوس ۶۵ سلنه جوړوي، ۱۰ سلنه پکې چینایان دي.

اسلام پکې مخکښ دین دی، چې د ټولو وګړو کابو ۷۸ سلنه جوړوي، عیسویان اته سلنه او بودایان پکې ۷ سلنه دي.سلطان حسن بلقیه په ۱۹۴۶ کال زیږېدلی، په مالیزیا او بریتانیا کې یې زدکړې کړې، دوه ښځې لري او د نړۍ له ډېرو شمتنو کسانو ګڼل کېږي.

دا د برونای له ډېرو واکمني کوونکو پاچاهانو او ډېرو کمو هغو پاچاهانو دی چې ډېره شتمني لري، نوموړي د ۱۹۶۷ کال د اکتوبر پر ۵مه د پاچاهۍ اعلان وکړ.

تر ده مخکې د هغه پلار سر حاجي عمر علي سیف الدین له واکه استعفا وکړه او د ۱۹۶۸ کال په اګسټ میاشت کې تاج د ده پرسر شو.

په ۱۹۴۸ کال د برونای د خپلواکۍ له اعلان وروسته، سلطان حسن ځان لومړی وزیر وټاکه او په ۱۹۹۱ کال یې د مسلمان مالای پاچاهي اعلان وکړه او ځان یې د دین مدافع اعلان کړ.

د لومړۍ وزیرۍ او پاچاهۍ سربېره سلطان حسن د دفاع او مالیې وزیر هم دی، د وسله والو ځواکونو مشري کوي او په شاهي چوکاټ کې شرف لرونکی امیر البحر هم دی.

حسن بلقیه ډېر ملکیتونه لري، چې په استرالیا کې یې کابو ۵٫۸ مربع کیلومتره مساحت لرونکې کرونده ده. دا کرونده د برونای تر مساحت پراخه ده.

نوموړی د (نورالایمان) په نوم په نړیواله کچه لویه ماڼۍ کې اوسېږي، چې ۱۷۸۸ خونې لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: