سه شنبه , سپتمبر 22 2020
کور / خبرونه / قبايل / پاکستانيو طالبانو د قوماندان عمر منصور د وژنې پخلی کړی

پاکستانيو طالبانو د قوماندان عمر منصور د وژنې پخلی کړی

د پاکستاني طالبانو تحريک (ټي ټي پي) د چهارشنبې په ورځ پخلی کړی چې يو مهم مشر يې چې عمرمنصور يادېږي، وژل شوی دی. ځينې راپورونه وايي د چهارشنبې په ورځ د جماعت الاحرار ډلې مشر عمرخالد خراساني هم د پکتيا په ډورن بريد کې وژل شوی دی، خو ځينې نورې سرچينې يې بيا د ټپي کيدو خبر ورکړی دی.

د عمرمنصور په اړه ويل کيږي هغه پېښور کې په پوځي ښوونځي باندې د بريد مرکزي کس و، په کال ۲۰۱۴م د دسمبر د مياشتې په ۱۶ مه پوځي شوونځي باندې بريد کې د ۱۵۰ پورې کسان وژل شوي او زیاتره يې زده کوونکي وو.

ټي ټي پي پاکستانيو رسنيو ته په لېږلي بيان کې ویلي، “مونږ د خليفه عمرمنصور د وژنې پخلی کوو او د هغه په ځای خليفه عثمان منصور حفيظ الله د دره ادم خېلو او پېښور دپاره د ټي ټي پي مشر اعلانوو.

په بيان کې د عمرمنصور د وژنې په اړوند نور کوم تفصيل نه دی ورکړی شوی.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير هم رسنيو سره په خبرو کې د عمرمنصور د وژنې پخلی کړی دی.

پاکستاني مطبوعاتو ويلي عمرمنصور امریکايي بې پيلوټه بريد کې وژل شوی دی، ويل شوي څو ورځې وړاندې د پاکستان او افغانستان ترمنځ نامنل شوې پوله باندې پرته علاقه کې ډرون بريدونو کې د عمرمنصور په ګډون ۳۱ وسله وال وال وژل شوي وو.

خو د امريکا او پاکستان پوځ په دغه اړوند څه نه دي ويلي.

منصور د ۲۰۱۶م کال د جنورۍ په میاشت کې چارسده کې په باچاخان پوهنتون د بريد زمه واري هم منلې وه، په دغه برید کې ۲۰ کسان وژل شوي وو، چې زیاتره یې زده کوونکي وو.

د پاکستانيو رسنيو ترمخه د چهارشنبې په ورځ د افغانستان پکتيا ولايت کې امريکايي ډرون بريد کې عمرخالدخراساني چې د جماعت الاحرار ډلې مشر دی وژل شوی دی.خو ځينې خبرونه وايي چې نوموړی په ټپي حالت کې د پېښې له ځایه کوم خوندي ځای ته انتقال شوی دی.

د عمرخالد خراساني په اړه ويل کيږي چې هغه د پاکستانيو طالبانو د تحريک مشر حکيم الله محسود له وژنې وروستو د جماعت الاحرار په نوم ځانله ډله جوړه کړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: