سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / قبايل / دپاکستاني پوځ پر پوستو بريد کې ۲۰ پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دپاکستاني پوځ پر پوستو بريد کې ۲۰ پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ځايي اوسېدونکو په وينا په مومند اجنسۍ کې د نواپاس په سيمه د پاکستانيو طالبانو لخوا د پاکستاني پوځ درې پوستې سختو بريدونو لاندې راغلي دي.

ځايي سرچينې وايي په بریدونو کې له سپکو او درندو وسلو کار اخيستل کېږي.

د پاکستاني طالبانو د تحريک ترجمان محمد خراساني وويل، بريد داسې مهال وشو، چې د پاکستانيو پوستو پوځيان د ډودۍ لپاره راټول شوي وو.

نوموړی وايي د مجاهدينو لخوا یې لومړی د پاکستانيو پوځيانو هغه کس په نښه شو، چې په څوکۍ باندې ولاړ و.

د هغه په خبره د پيره دار د لمنځه وړلو سره سم يو لاسي بم هغه ځای ته وغورځول شو چرته چې ګڼ شمېر کې پاکستاني پوځيان د ډوډۍ خوړلو لپاره راټول شوي وو.

محمد خراساني په وينا د لاسي بم غورځېدلو سره په وارخطا پوځيانو د سپکو او درندو وسلو باقاعده بريد وشو چې په دوام کې يې ۹ تنه پاکستاني پوليس وژل شوي او په همدومره شمېر کې نور ژوبل شوي دي.

د پاکستانيو طالبانو د تحريک وياند محمد خراساني وايي په دې بريد کې يې مجاهدينو ته هېڅ ډول زيان نه دی رسېدلی

په مومند اجنسۍ کې ډېر کله د پاکستانيو طالبانو لخوا د پاکستاني پوځ هغه پوستې په نښه کېږي، چې د افغانستان ختيځو ولایتونو ننګرهار او کونړ سره په نامنل شوې پوله پرتې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *