جمعه , نوومبر 27 2020
کور / خبرونه / افغانستان / پاکستانيو ځواکونو پر نازيانو ولسوالۍ بريدونه کړي

پاکستانيو ځواکونو پر نازيانو ولسوالۍ بريدونه کړي

د ډيورنډ فرضي کرښې اخوا څخه د ننګرهار پر نازيانو ولسوالۍ د هاوان ۶۰ مرمۍ را توغول شوې دي.

د ننګرهار ولايت د رسنيو له دفتره رسنيو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې پاکستاني ځواکونو تېره ورځ ناوخته د نازيانو ولسوالۍ پر چرچنو تنګي، نخترناو او بادين سيمو د هاوان ۶۰ مرمۍ را توغولې دي.
سرچينه وايي، دغو بريدونو ولسي وګړو ته هېڅ زيان نه دی اړولی.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې يو ځل بيا پر سرحدي سيمو پاکستاني ځواکونه توغندي را توغوي، چې ډېر کله ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اړوي.

د ننګرهار او کونړ ولايتونو په سرحدي ولسواليو د پاکستانيو ځواکونو د توغندويي بريدونو خبره کلونو ته رسېږي، خو تر اوسه نه يوازې افغان حکومت غبرګون نه دی ښودلی، بلکې نړيوال هم تل پر دې موضوع غلي پاتې شوي. همدې حالت پاکستانيو ځواکونو ته ډاډ ورکړی، چې له امله يې دغه ډول بريدونه دوام لري.

د ورته بريدونو له امله په کونړ او ننګرهار ولايتونو کې ځايي خلکو ته په مرګ ژوبلې سربېره پراخه اقتصادي زيانونه اوښتي او په زيات شمېر کې کورنۍ يې بې ځايه کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: