پنجشنبه , سپتمبر 24 2020
کور / خبرونه / بلوچستان / پاکستانيو ځواکونو په بلوچستان کې د عيسايانو هديره لاندې کړې

پاکستانيو ځواکونو په بلوچستان کې د عيسايانو هديره لاندې کړې

د پاکستان تر جوړېدو مخکې دلته د عیسایانو د هدیرې پراخه مځکه وه، خو اوس دغه هدیره ملېشه ځواکونو قبضه کړې او خپله کلا یې پر جوړه کړې ده. تر ډېرو هلو ځلو وروسته هم دغه هدیره عیسایانو ته بیرته نه ده ور سپارل شوې.

په سرحدي ښار چمن او ژوب کې مېشت عیسایان وایي، دوی له پېړیو راهیسې په دغو سیمو کې ژوند کوي او خپل مړي یې تل دلته په خپلو هدیرو کې ښخول، خو په دې وروستیو کې یې د هدیرو ځمکې پاکستانيو ځواکونو او ځایي خلکو نیولې دي.

د توندروه مذهبي ډلې داعش تر برید لاندې راغلي د بلوچستان ایالت د مرکزي ښار کوټې پر زرغون سړک د ژیړو خښتو کليسا هلته د عیسايانو یواځینۍ کلیسا نه ده، بلکې په هغه ایالت کې تر ۴۰ زیاتې کلیساوې نورې هم شته.

په بلوچستان کې عیسایان له پېړیو راهیسې اوسېږي، هیڅ مشکل ورته نه شته، کلیساوې یې په جوماتونو نه دي بدلې شوي، خو ترهګري د ټول پاکستان ستونزه ده، چې عیسایان، هندوان او مسلمانان ټول یې اغېزمن کړي دي”. دا خبره په ایالتي اسمبلۍ کې د لږکیو غړی ویلیم برکت کړې ده.

په بلوچستان کې د عیسایانو ټول شمېر نیژدې ٨٠٠٠٠ دی، چې زیاتره یې د ایالت په پښتني برخو کې مېشت دي. د دوی دوه غټې فرقې چې یوه یې رومن کېتولک او بله یې پروټسنټ ده، له چمن څخه تر ژوب او له کوټې څخه تر سیوۍ پورې خپلې کلیساګانې لري او ویلیم برکت وايي، دغه ټول عبادتځایونه اباد دي او په دوامداره توګه عبادتونه پکې کېږي.

په کوټه ښار کې د عیسایانو پر کلیسا باندې د ترهګرۍ تر وروستي برید وروسته، عیسایان په اندېښنه کې دي چې هسې نه د صوبې په مرکز او نورو ښارونو کې یې پر نورو کلیساوو هم ورته بریدونه وشي. دوی له حکومته غوښتنه کوي، چې د کلیساوو کلک امنیت دي یې ونیول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: