سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستانيو چارواکو ته د ترهګرو ځالې معلومه نه دي

پاکستانيو چارواکو ته د ترهګرو ځالې معلومه نه دي

امریکا په ورستیو کې په پرله پسې توگه د پاکستان نه په خپل ملک کې د ترهگرو د پناه ځایونو په خلاف د اقداماتو غوښتنه کړي خو پاکستان وایي چې ترهگر په پاکستان کې پناهځایونه نه لري.

د پاکستان د بهرنو چارو وزیر خواجه اصف د امریکا د غوښتنو په ځواب کې وایي چې که د ترهگرو د پناهځایونو په هکله معلومات لري نو له دوی سره دې يې شریک کړي، پاکستان به یې په نښه کړي.

خواجه اصف وایي چې امریکا د هغه امریکایي ښځې او د هغې د کاناډایي میړه په هکله چې د اکتوبر په میاشت کې د پاکستان عسکرو وژغورل، استخباراتي معلومات شریک کړي وو او د هغې نه علاوه یې د پاکستان سره کوم ډول استخباراتي معلومات نه دي شریک کړي.

د پاکستان د بهرنوچارو وزیر خواجه اصف وايي دوی شک لري چې امريکا په افغانستان کې سوله غواړي او کنه؟ هغه وویل په تیرې لسیزې کې چې څه پېښ شول، که هغې ته پام وشي نو دا شک پیدا کیږي چې امریکا په افغانستان کې سوله غواړي او کنه.

هغه ويلی په افغانستان کې د نړۍ د ټولو نه د قوي پوځ سل زرو عسکرو ونشوه کړی چې امن راولي، نو دا کار به دولس زره عسکر څنگه وکړي؟

خو مبصرين وايي تر هغې د نړۍ هېڅ کوم قدرت په افغانستان کې د امن په برخه نه توانېږي، تر کومه چې پاکستان د ترهګرو له روزنې او ساتنې لاس په سر شوی نه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: