پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / قبايل / پاکستاني اړخ په نامنلې پوله د تورخم دروازه تړلې وه

پاکستاني اړخ په نامنلې پوله د تورخم دروازه تړلې وه

د خبرونو په حواله نن سهار پاکستانيو ځواکونو په نامنلې پوله د تورخم دروازه د يو ساعت لپاره تړلې وه. افغان سرحدي مقامات وايي دروازه د دې لپاره تړلې وه، چې په جلال اباد کې دپاکستان د قونسلګرۍ د وژل شوي کارکوونکي جنازه د نامنلې پولې هغې غاړې ته انتقاليدله.

د افغان سرحدي ځواکونو مقامات وايي اوس ياده دروازه بېرته د مسافرو پر مخ خلاصه شوې ده.

د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کې تېر ماښام د نامعلومه موټر سايکل سپرو په ډزو کې د پاکستان د قونسلګرۍ يو تن کارکوونکی هغه وخت ووژل شو، چې جلال اباد ښار ته د کور په سودا پسې راوتلی و.

د يادولو ده چې په دې وروستيو کې د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د وسله والو لخوا هدفي وژنې زياتې شوي دي. تر دې درې ورځې وړاندې د جلال اباد په ښار کې يو بل کس هم د نامعلومه وسله والو لخوا ووژل شو.

تر اوسه د چارواکو لخوا د ورته پېښو پر تړاو څوک نه دي نيول شي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *